د پاکستان دفاع وزیر د دغه هېواد د اسمبلۍ د غونډې پرمهال په یوه تاریخي اعتراف کې د سیمې په اړه د خپل هېواد له شرارتونو څخه د پښېمانۍ څرګندونه کړې او د پاکستان واکمنان یې د حقایقو منلو ته رابللي دي.
هغه زیاته کړې، که پر خپلو تاریخي خطاو اعتراف ونه کړو، نه بخښل کېږو، راځئ چې اعتراف وکړو، ترڅو خدای مو وبښې.
خواجه اصف ویلي، پاکستان د څو لسېزو په موده کې په افغانستان کې د لویدیځ د ګټو لپاره د کرایي ځواک په توګه لاسوهنه کړې، ځکه چې پرویز مشرف د امریکا ملاتړ ته اړتیا لرله.
د پاکستان دفاع وزیر د دغه هېواد په پارلمان کې په خپلو اعترافونو کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان په جګړو کې د ښکېلتیا له پایلو سخت زیانمن شوی دی.
نوموړي ومنله چې هېواد یې د اسلام له امله د افغانستان په جګړه کې برخه نه وه اخیستې، بلکې د امریکا د رضایت لپاره دې جګړې ته ورننوتی و.
د هغه په وینا، پاکستان د لویدیځ له لوري د کاغذي دسمال په توګه کارول شوی دی او اوس مهال یاد هېواد پرېښی او تر اوسه زموږ عقل ځای ته نه راغلی او عبرت مو نه دی اخیستی.
اصف د خپل اعتراف په لړ کې زیاته کړې، چې شته حالت ۳۰ـ۴۰ کاله مخکې نه و او پاکستان یو ښه هېواد و.
د خپل هېواد د واکمنانو له لوري د تاریخي تېروتنو د منلو لپاره د خواجه اصف غوښتنه دا څرګندوي چې د پاکستان د شرارتونو لوی حقایق لا هم د پردې تر شاه پټ پاتې دي او د افشا کېدو اړتیا لري.
اوس پوښتنه دا ده: چې ایا د پاکستان نور واکمنان به وکولای شي چې د یاد هېواد د فاع وزیر په څېر پر خپلو لویو تاریخي تېروتنو اعتراف وکړي؟

