د افغانستان برېښنا شرکت او د عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو برېښنا د تولید د پینځو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
دغه مراسمو کې یو شمېر لوړو پوړو مسوولینو ګډون کړی و.
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید پروژو تړون مراسمو کې وویل، چې د اسلامي امارت او خصوصي سکټور په ګډو هڅو د افغانستان د ځانبسیاینې لپاره هڅې چټکې شوې دي.
ښاغلي اخوندزاده زیاته کړه، اوس تر بل هر وخت زیات افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده او پانګوال کولای شي چې په هره برخه کې پانګونه وکړي.
دغهراز نوموړي په دې برخه کې د عزیزي ګروپ د مشر هڅې وستایلې او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوی ریس ملا عبدالحق همکار په دې مراسمو کې وویل، دغه پروژې د نږدې ۸۴۵ میګاواټه ظرفیت په لرلو سره د هېواد د وارداتي برېښنا په اندازه دي، چې په کال کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه میګاواټه په ساعت کې برېښنا تولیدوي.
ښاغلي همکار زیاته کړه، په دې پروژو کې د کابل په نغلو کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، د پروان په باریکاب سیمه کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په بغلان کې د ۳۵۰ میګاواټه او تخار کې ۱۶۵ میګا واټه د ډبرو سکرو د حراحرتي برېښنا تولید پروژې شاملې دي.
د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس دغه راز وویل، چې دغه پروژې د شاوخوا ۴۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د عزیزي شرکت لهخوا پلې کېږي، چې د لمریزې برېښنا پروژې تر راتلونکو دوو کلونو او د ډبرو سکرو حرارتي برېښنا پروژې به دوه نیمو کلونو کې بشپړې شي.
د ملا عبدالحق همکار په وینا، د دې پروژو په بشپړېدو سره به زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمېنه برابره شي.
ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت بدري وویل، چې هرات کې د ټاپي پروژې چارې په ښه ډول روانې دي.
همدارنګه ښاغلي بدري هیله وښوده، چې د ټاپي پروژې دغه مرحله به د روان لمریز کال تر پای بشپړه شي او راتلونکی لمریز کال به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
ملا هدایت بدري د برېښنا د تولید د پینځو سترو پروژو د تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې له پانګوالو وغوښتل، چې د افغانستان د نفتو او ګازو زېرمو د استخراج او پراختیا برخه کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان د ګازو او نفتو غني احتمالي زېرمې لري، چې د دوی په پراختیا سره به د افغانستان اړتیاوې په مناسب شکل حل شي.
دغهراز ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وایي، برېښنا د افغانستان ځانبسیاینې پر لور لومړی ګام دی.
ښاغلي عزیزي چې نن د عزیزي ګروپ او برېښنا شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو برېښنا د تولید د پینځو پروژو تړونونه لاسلیک مراسمو کې وینا کوله، زیاته کړه، د برېښنا سکټور کې پانګونه د ولسونو اړینې ستونزې ته حل او د افغانستان ځانبسیاینې پر لور یو ګام دی.
نوموړي وویل، دغه راز د برېښنا شته والی د پانګونې د زیاتوالی لامل کیږي.
د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي زیاته کړه، چې لویه هیله یې روښانه افغانستان لیدل دي.
نوموړي وویل: «دا مې لویه هیله او نیت دی چې یوه ورځ طیاره کې پورته شم او له پاسه ټول افغانستان روښانه ووینم.»
عزیزي همداراز په دې غونډه کې وویل، چې د هېواد ځوانانو ته باید کار وشي او نورو هېوادونو ته کډوالي ونهکړي.

