د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، چې اسلامي امارت د اداري فساد له منځه وړلو او شفافیت رامنځته کولو په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي د فساد کچه تر پخوا ډیره ټیټه شوې او ښې لاسته راوړنې هم لري.
د ښاغلي فطرت په وینا، له بدمرغه ځیني بنسټونه چې په افغانستان کې استازولۍ او حضور نلری، د میداني څېړنو او موثقو منابعو پر ځای اټکلي قضاوتونه کوي چې کره نه دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند هیله ښودلې، چې دغه بنسټونه افغانستان ته راشي په داخل کې وګوري چې اسلامي امارت د اداري پروسیجرونو په ساده کولو، د فساد له منځه وړلو او شفافیت رامنځته کولو لپاره څومره اغیزناک کار کړی.

