د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره لیدنه وکړه.
ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت له لوري د لس زره مېګاواټه پروژې اړوند د ۸۴۵ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید د پینځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل هرکلی وکړ او دا یې په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او اقتصادي ودې د پرمختګ په برخه کې مهمې وبللې.
دغهراز په دې لیدنه کې ښاغلي عزیزي د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال او د اړوندو ادارو له مسوولینو مننه وکړه، چې په ټولو برخو کې یې ورسره پوره همکاري کړې ده او له هېڅ ستونزې سره نه دي مخ شوي.
میرویس عزیزي وویل، دوی درک کړې چې اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ کلک هوډ لري او دا دی نن د مخلصو مسوولینو د هڅو په پایله کې د برېښنا تولید د پینځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول.
نوموړي زیاته کړه، د روان کال تر پایه به د برېښنا تولید له ۱۵ تر ۲۰ نورې پروژې هم پيل کړي، چې ټولي ظرفیت به یې پینځه زره مېګاواټه ته ورسېږي.
همدارنګه د عزیزي ګروپ شرکتونو عمومي رییس خوښي څرګنده کړه، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول مخ ته روان دي، چې هرات ولایت ته د ګازو په را رسېدو سره به له کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ د ګازو لویې شبکې او له ګازو څخه د برېښنا تولید د ۳۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د لویې کارخونې د جوړېدو کارونه پيل کړي.
میرویس عزیزي همداراز د طبیعي ګازو او ډبرو سکرو د اکتشاف، استخراج او له هغه څخه د برېښنا تولید په برخه کې له اړوندو ادارو سره د ګډ کار کولو غوښتنه وکړه.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال او اړوندو ادارو مسوولینو په یادو برخو کې د پوره همکارۍ او ګډ کار ډاد ورکړ.

