ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ابوظبي ملي هوايي شرکت د مارچ له ۲۸مې د کابل ـ ابوظبي ترمنځ الوتنې پیلوي

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د ابوظبي ملي هوايي شرکت «اتحاد» د سوداګریزو او پراختیايي چارو له پلاوي سره ناسته کړې ده.

په ابوظبي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت وایي، چې په دې ناسته کې د اتحاد شرکت چارواکو کابل ته له ابوظبي څخه د پروازونو د پیل (چې د مارچ په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي) د الوتنو مهالوېش، ترانسپورتي اسانتیاوو او د کابل او ابوظبي ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه معلومات وړاندې کړل.

د اتحاد شرکت چارواکو ویلي، یاد شرکت اوسمهال ۹۹ ښارونو ته الوتنې لري او ژمنه یې کړې چې د کابل او ابوظبي ترمنځ الوتنې به د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ له نړۍ سره د تګ راتګ په پراختیا کې هم مهم رول ولري.

دغه‌راز مولوي بدرالدین حقاني کابل ته د ابوظبي د ملي هوايي شرکت د الوتنو له پیل خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د مسافرو لپاره دې هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې شي، په ځانګړې توګه د ټکټونو او د سفر اړوندو لګښتونو د کمولو برخه کې دې ځانګړې پاملرنه وشي.