ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزې ته د روغتیايي تجهیزاتو او خوراکي توکو مرستې ننوتې

غزه کې د فلسطین معلوماتي مرکز وايي؛ د مصر رفح بندر له لارې د نړیوالې ټولنې له لوري په روغتیايي تجهیزاتو او خوراکي توکو بار لارۍ غزې ته ننوتې.

د اسراییلو او حماس تر منځ پر ۱۵مه ورځ د بشري مرستو لومړۍ جوپه غزې ته رسېږي.

د راپورونو پر اساس غزه له سخت بشري ناورین سره مخ ده، روغتونونه د روغتیايي امکاناتو له نشتوالي او پنډغالو کې څه باندې یو میلیون بې‌ځایه شوي د پاکو اوبو، خوراکي توکو او د ژوند له لومړنیو او اړینو توکو له سخت کمښت سره مخ دي.