د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دیني احکامو او زدهکړو ازموینې د پایلو اعلان غونډه په سلامخانه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې د دعوت او ارشاد رییس مولوي محمد هاشم شهید ورور په خپلو خبرو کې وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه په ادارو کې د دیني احکامو زدهکړې ته رسمي وخت ځانګړی شوی او ټینګار یې وکړ، چې کارکوونکي دې د یادو درسونو پابندي وکړي او عملي بڼه دې ورکړي.
ورپسې د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، د اسلامي امارت مشرتابه په ادارو کې د دعوت او ارشاد ریاست د تشکیل په منظورولو سره خپل مسولیت ادا کړی او د دیني زده کړو په برخه کې د مسولینو هڅې د ستاینې وړ دي.
د ډاکتر ملا عبدالواسع په وینا، دا یو ښه فرصت برابر شوی دی، د دعوت او ارشاد د درسونو او په جماعت د لمانځه ادا کولو پابندي وکړئ او ځانونه باید داسې برابر کړو چي الله تعالی او رسول اکرم (ص) راڅخه راضي شي.
همدارنګه د منابعو او ادارې مرستیال مفتي سیداحمد مستقیم هم وویل، اسلامي نظام د شریعت د پلي کېدو لپاره رامنځته شوی او اړینه ده چې د امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون زده او عملي شي.
دغهراز د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال مولوي عبدالباري عاطف د اسلامي نظام تر چتر لاندې د راټولېدو یادونه وکړه او د علماوو د لارښوونو پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د دیني احکامو او زده کړو د ازموینې لومړۍ، دویمه او درېیمه درجه ګټونکو ته ډالۍ ورکړل شوې او مراسم د سپیدار ماڼۍ د دعوت او ارشاد رییس مولوي منور له لوري په دعا پای ته ورسېدل.

