د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال وویل، دغه سړک د نوي کابل ښار له اساسي ترانسپورټي زېربناوو څخه دی، چې د ښاري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي.
اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې افغانستان کې د هر چا سرمال او عزت خوندی دی «موږ نه د چا مخه نېولې ده او نه د اسلامي امارت ظرفیت دومره کوچنی دی چې هره فردي او جزوي مسله جدي ونیسي.»
ملا عبدالغني برادر اخوند پر هېوادونو غږ وکړ، چې له افغانستان سره مثبت تعامل د اوسني وخت اړتیا ده او د سیمهییز او نړیوال اتصال د پیاوړي کولو او مشترکو پراختیايي اهدافو د تعقیب مهم رکن دی.
د کابل – بګرام سړک ۶.۲ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۵۰ متره سور لري چې ۴۵۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.

