ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې، امریکا او اوکراین ترمنځ د مذکراتو نوی پړاو په سویس کې تر سره کېږي

ټاس خبري اژانس د کريملین د ویاند دیمیتري پسکوف په حواله راپور ورکړی، چې د روسیې، امریکا او اوکراین ترمنځ به د درې اړخیزو مذاکراتو نوی پړاو به روانه اونۍ د (فبرورۍ۱۷ او ۱۸ مه) د سویس په جنيوا ښار کې ترسره شي.

د کريملین ویاند زیاته کړې، چې په دې مذاکراتو کې به د روسیې د ولسمشر سلاکار ولادیمیر مدینسکي په مشرۍ روسیې پلاوی ګډون وکړي.

د یادولو ده، چې د درې اړخیزو مذاکراتو دویم پړاو د روانې فبرورۍ مياشتې په ۴ او ۵ مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی و، چې په لړ کې یې کې‌یف او مسکو د ۳۱۴ جنګي اسیرانو د تبادلې پر سر هوکړې ته رسېدلي وو.