ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسولینو په پاکستان کې له افغان سفیر سره لیدنه کړې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییسې فلیپا کنډلر او کابل کې د دې کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو څانګې غړي چارلي ګوډ لک اسلام اباد کې د اسلامي امارت له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره لیدنه کړې.

پاکستان کې د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې ښاغلي شکیب د کډوالو له عالي کمېشنرۍ څخه مننه کړې، چې د افغان کډوالو ستونزې څاري او له نړیوالو سره یې شریکوي.

نوموړي همداراز پاکستان کې د پاتې افغان کډوالو، محصلینو او نورو افغان اتباعو د ستونزو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.

ورته مهال، مېرمن فلیپا کنډلر ویلي، د مالي محدودیتونو سره سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هڅه کوي، څو افغان کډوالو ته تر ټولو ډېر ممکن ملاتړ برابر کړي.

ورته مهال، چارلي ګوډ لک ویلي، په تېر ۲۰۲۵ کال کې یې له پاکستان او ایران څخه را ستنو شویو کډوالو سره نږدې ۲۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

دغه‌راز نوموړي ډاډ ورکړی، چې لا هم د افغانستان د حکومت سره په همغږۍ خپلو مرستو ته دوام ورکوي.