ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د اړمنو لاس‌نیوی د اسلامي امارت مسولیت دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي په ملتیا د راستنو شویو له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د کډوالو او راستنو شویو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د اړمنو لاس‌نیوی او ورسره همکاري د اسلامي امارت مسولیت بللی او راستونو شویو قومي مخورو ته یې ډاډ ورکړی، چې د دې وزارت له‌خوا به ورسره بېړنۍ مرستې وشي.

ورته مهال، قاري محمد یوسف احمدي د راستنو شویو د ستونزو حل برخه کې د اسلامي امارت د اړوندو ادارو هڅې بې‌سارې بللي او ویلي یې دي، د رسنیو د عامه پوهاوي په پایله کې له راستنو شویو سره ګڼې مرستې شوې دي.

دغه‌راز د ناستې پر دوام د راستنو شویو استازو خپل وړاندیزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړي او د خپلو اړتیاوو په اړه یې نوموړي ته معلومات ورکړي دي.