ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د بندیزونو غځول تکراري او ناکامه تجربه ده چې د ستونزو په حل کې مرسته نه شي کولای

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د غځېدو په غبرګون کې ویلي، د بندیزونو غځول یو ناکام سیاست دی او پر داسې تګلارو باید بیاکتنه وشي، څو د مثبت او رغنده تعامل زمینه برابره شي.

ښاغلي مجاهد ویلي، د بندیزونو غځول او د څار ډلو د ماموریت دوام تکراري او ناکامه تجربه ده چې د ستونزو په حل کې مرسته نه شي کولای.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه لوېدیځ هېوادونه، باید له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د تېرو ناکامو تجربو تکرار وي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې: «له بده مرغه، ملګري ملتونه په دې برخه کې یا خپله د داسې پرېکړو بشپړ واک نه لري او یا هم هغه کړۍ چې له افغانستان سره مثبت تعامل نه غواړي، هلته ډېر اغېز لري.»

دغه راز، د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا له لوېدیځو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان پر وړاندې په خپلو اوسنیو پالیسیو له سره غور وکړي.

همدارنګه نوموړي د چین او روسیې دریځ ستایلی او ویلي یې دي، چې افغانستان اوس مهال د پرمختګ په حال کې دی او همکارۍ ته اړتیا لري، نه د بندیزونو تمدید ته.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې نړیوالو سازمانونو د افغانستان په اړه د خپلو څارونکو ډلو ماموریتونه د یو بل کال لپاره تمدید کړي دي.