ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران له افغانستان سره د سون توکو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

د ایران د نفتو وزارت د نړیوالو او سوداګریزو چارو مرستیال سید علي محمد موسوي، په کابل کې د افغانستان د تېل او ګازو د دولتي شرکت له مشر محمد نصیر رحیمي سره لیدنه کړې.

د ایران سفارت ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د تېل او ګازو په برخه کې د اوږدمهالو او ستراتیژیکو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه‌راز ایراني لوري ټینګار کړی، چې تهران د افغانستان د سون توکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو دی او په دې برخه کې هېڅ محدودیت نه لګوي.