د یو هېواد ازادي او هویت د اوسېدونکو په میړانه، همت او قربانیو پورې اړه لري، افغانانو ۳۷ کاله وړاندې د سلواغې په ۲۶مه پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو په وړاندې میړانه وکړه او له افغانستان څخه یې په داسې حال کې تېښتې ته اړ کړل، چې له بشپړ ځواک سربیره یې د کلونو هیلې له خاورو سره خاورې شوې، نو په همدې بنسټ نننۍ ورځ د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوې ده.
نن د سلواغې ۲۶ مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او وتلو له ۳۷ کالیزې سره برابره ده.
له دې ویاړلې ورځې څخه په داسې حال کې نمانځنه کېږي، چې افغانستان په تېرو سلو کلونو کې د درېیم ځل لپاره له اشغال څخه خپلواکي ترلاسه کړې ده.
په دې ورځ شوروي غرور مات شو او لښکرو یې د افغانانو د سرښندنو په پایله کې ماتې وخوړه او له افغانستان څخه وتلو ته اړ شول.
افغانان هغه تاریخ جوړوونکی ملت دی، چې په یوه پېړۍ کې یې ۳ سترې امپراتورۍ په ګونډو کړې.
د پخواني شوروي اتحاد لښکرو د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې میاشتې پر شپږمه له سل زره کسیز پوځ سره د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان یرغل وکړ.
دوی غوښتل، چې د افغانستان له لارې ځانونه د هند تودو اوبو ته ورسوي، خو افغانانو يې په پوره ميړانه مقابله وکړه او له افغانستانه يې وشړل.
سرې لښکرې له نږدې لس کلنې جګړې وروسته په ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستان څخه تېښتې ته اړې شوې.
د پخواني شوروي اتحاد څه کمې لس کلنې جګړې افغانانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.
په دې جګړه کې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان شهیدان شول، میلیونونو یې د بدن غړي له لاسه ورکړل او په میلیونونو نور کډوال شول.
د نړیوالو سازمانونو د شمېرنو پر بنسټ له هر سلو افغانانو څخه ۹ کسان له شوروي لښکرو سره په جګړو کې شهیدان شوي، ۱۱ سلنه یی د بدن غړي له لاسه ورکړي او په ورځني ډول ۱۵۰۰ افغانان له هېواده کډوال شوي دي.
د سرو لښکرو په مقابل کې افغانانو په مېړانه جهاد پیل کړ او د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې یې له افغانستان څخه تېښتې ته اړ کړې.
د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ ورځ ۱۱ بجې او ۵۵ دقیقې وې، چې د جنیوا هوکړه عملي شوه او د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث پر امو سیند د دوستۍ له پله ازبکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد.
پخواني شوروي اتحاد ته په دې جګړه کې درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل.
هغه وخت په افغانستان کې د شوروري ځواکونو عمومي قومندان د خپلې ماتې په اعتراف کې ويلي و، چې افغانستان ته زمونږ راتګ زمونږ د چارواکو ستره تېروتنه وه، مونږ به خپل راتلونکي نسل ته وایو چې بیا دا تېروتنه تکرار نه کړي .
د شمېرو له مخې په دې جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد نږدې ۱۵۰۰۰ سرتېري ووژل شول.
زموږ ملت یوازې شوروي لښکرې نه بلکې شوري تاریخ او کمونیستي ایډیالوژي داسې مات کړل، چې نور به یې یوازې په زړو یادښتونو کې کیسې لولو.
د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ورځ د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوې. په دې ورځ افغانانو د وخت قدرت مات کړ او پخپلو سرښندنو یې د دوی د کلونو هیلې له خاورو سره خاورې کړې.

