د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو له ۳۷ مې کلیزې سره برابره ده.
د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې ویاړلې بللې او ټولو مسلمانانو او مجاهدینو ته یې په دې مناسبت مبارکي ویلې ده.
د سلواغې ۲۶مه (د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د شړلو او ماتې ورځ) د افغانستان ملي راډیو تلویزیون کې د هېواد د تاریخي ورځې په مناسبت ونمانځل شوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب، د افغانستان مليراډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي، د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن اریوبی او د اسلامي امارت ګن شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

د افغانستان مليراډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د افغانانو قربانۍ ستایلې او ویلي یې دي، چې افغانانو د اشغال پر وړاندې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي.
ښاغلي احمدي زیاته کړې، دا ورځ یوازې د شوروي یرغل د نظامي ماتې نښه نه، بلکې د یو ملت د مقاومت، قربانۍ او خپلواکۍ ژوندۍ بېلګه ده.
قاري محمد یوسف احمدي ویلي، دا ورځ موږ ته دا درس راکوي چې ملتونه د وسلې په زور نه ماتېږي، بلکې د ایمان، یووالي او استقامت له لارې بریا ته رسېږي.
نوموړي زیاته کړې، نن ورځ زموږ مسولیت دا دی چې د تېرې دورې قربانیو ته درناوی وشي او د یووالي، درناوي او ورورولۍ په فضا کې، د ملي هوکړې پر بنسټ هېواد ته خدمت وشي، څو راتلونکي نسلونه په امن، ثبات او سوکالۍ کې ژوند وکړي.
د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون عمومي رییس ټینګار کړی، چې باید د دې ورځې له پیغامه الهام واخیستل شي، اختلافات شاته پرېښودل شي او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي، څو د یو اباد، قوي او باعزته افغانستان لپاره ګډ کار وشي.

ریاستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د سلواغې ۲۶ مې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې ویلي، د افغانانو فطرت اشغال او د بهرنيو يرغل نه مني.
نوموړي زياته کړې، يرغلګر هر ځل د افغان ملت د جهاد او مبارزې په پايله کې له ماتې سره مخ شوي دي.
د ریاستالوزرا اداري مرستيال همداراز ویلي، افغانانو سره له دې چې د کډوالۍ کړاوونه او سختۍ وزغملې خو له مبارزې یې لاس وانخیست.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، يووالی او اتحاد د اسلامي نظام د دوام تضمين کوي.
نوموړي ویلي، که زموږ ملت متحد پاتې شي، اوسنی اسلامي نظام به هېڅکله کمزوری نه شي.
همدارنګه ښاغلي حنفي د افغانانو تر منځ د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د ملي دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد ویلي، په هېواد کې د اوسني وضعيت باید شکر ادا شي.
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد ویلي، چې په هېواد کې د اوسني وضعیت لپاره باید شکر ادا شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د امنیت او ثبات په برخه کې د ترلاسه شویو پرمختګونو قدرداني مهمه ده.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، افغانستان سخت پړاوونه تېر کړي، نن چې د الله تعالی له لوري له سترو نعمتونو برخمن شوی، بايد شکر يې ادا کړو.
مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، هر څوک چې د الله د دين په لار روان وي او ملت ته درناوی ولري، زموږ پر وړاندې د قدر وړ او ښاغلی دی، که د افغانستان یا هم د نړۍ له هر ځای څخه وي.
نوموړي زیاته کړې، خپل فکرونه يوازې يو ولايت يا يو قوم پورې مه محدود کوئ، بلکې پراخ نظر ولرئ.
همدارنګه د ملي دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د سلواغې ۲۶ مې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې ګاونډي، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په خطاب کې ویلي، افغانستان کې شته نظام د هغوی پر وړاندې بدې ارادې نه لري او هیڅکله اجازه نه ورکوو چې له خاوري مو چاته ګواښ پېښ شي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، افغانستان اوس مهال له یوه ډاډمن امنیت څخه برخمن دی او له دې هېواد څخه نورو ته متوجې ګواښونه مهار شوي.
دغهراز د ملي دفاع وزیر ټینګار کړی، چې په دې برخه کې د نورو مرستو او همکارۍ ته اړتیا نشته؛ یوازې دې ته اړتیا ده چې ستونزې رامنځته نه شي، پلمې و نه لټول شي او د بېلابېلو نومونو تر عنوان لاندې د افغانستان د بدنامولو هڅې ونه شي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، که له افغانستان سره د تعامل غوښتونکي یاست، وړاندې راشئ، د تعامل دروازه پرانیستې ده.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي، هغه کسان چې افغانستان ته ناوړه ارادې لري، له سخت ځواب سره به مخ شي.
ښاغلي ثاقب زیاته کړې، افغانانو د جهاد خوند کتلی، هغه خوند چې نور خلک ترې بې برخې دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي، موږ د سولې او امن ژوند غواړو او هېچاه ته د دې اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان او نورې نړۍ امن ته ګواښ پېښ کړي.

د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال ویلي، د شکر ځای دی چې په اوسنۍ زمانه کې د امارت، اميرالمومنين او اطاعت د کلمو يادونه کېږي.
شیخ ضیاءالرحمن اریوبی زياته کړې، په ننني وخت کې د دغو کلمو يادول ډېر دروند مسوليت دی او اړينه ده، چې د الله تعالی د دغو نعمتونو شکر ادا کړو.
ښاغلي اريوبي همدا راز ویلي، د اسلامي امارت په بيا حاکميت سره سراسري امنيت ټينګ شوی او زموږ دين، مال او عزت خوندي شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت د علمي مرستیال په وينا، اسلامي امارت د سياست، اقتصاد، زدهکړو او پوځي برخو کې مهمې لاسته راوړنې لري.
د یادونې وړ ده، چې د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ورځ د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوې. په دې ورځ افغانانو د وخت قدرت مات کړ او پخپلو سرښندنو یې د دوی د کلونو هیلې له خاورو سره خاورې کړې.

