تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له امریکا سره د دویم پړاو اټومي خبرو اترو د تر سره کولو او یو شمېر سلا مشورو په موخه د سویس جنیوا ښار ته رسېدلی.
د راپور له مخې، ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو دغه پړاو د راتلونکې سېشنبې پر ورځ د عمان په منځګړیتوب ترسره شي.

