ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سلواغې ۲۶مه؛ مولوي عبدالسلام حنفي: د ازادۍ قدر وپېژنئ او یووالی وساتئ

‏ د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، په داسې حال کې چې د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو او مسولینو هم شتون درلود، د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د اېستلو د ۳۷ مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

‏ مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د ۱۳۶۷ هـ.ش کال د سلواغې  ۲۶ د هېواد په تاریخ کې په زرین خط لیکل شوې، له همدې امله یې ټولو هېوادوالو ته مبارکي وویله او د ملي راډیو تلویزیون مسولینو څخه یې د دې مراسمو د جوړولو مننه وکړه.

‏نوموړي څرګنده کړه، د غویي د اوومې له کودتاه وروسته زرګونه علما په دښتو، پلیګونو او ډله ییزو قبرونو کې ژوندي خښ شول او د شوروي له یرغل وروسته میلیونونه افغانان شهیدان، ټپیان، معلول، بې کوره او کډوال شول، افغانانو د تېر او تل په څېر یرغل ونه مانه، د ډېرو سختیو او ستونزو په ګاللو سره د شوروي ځواکونو پروړاندې ودرېدل او هغوی یې له افغانستان څخه واېستل.

‏د رياست الوزرا اداري مرستيال زیاته کړه، له بده‌مرغه له بریا وروسته مجاهدین د واک په سر په خپلو کې وجنګېدل او افغانان یې له سمتي، قومي، ژبنیو اختلافونو او نورو مصیبتونو سره مخ کړل.

نوموړي وویل، په همدې وخت کې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله له یو شمېر نورو مجاهدینو سره د افغانانو د خوندیتوب په موخه قیام وکړ او د اسلامي امارت واکمني او امنیت یې ټینګ کړ.

‏مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د لویدیځو اشغالګرو ځواکونو د تېری پرضد د جهاد پرمهال د  مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله، شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله او د عالیقدر امير المؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله تر قيادت لاندې ډېر علما، مجاهدین او د اسلامي امارت مشران شهیدان او په ګوانتنامو او نورو زندانونو کې زنداني شول، مګر د الله ج په فضل يو ځل بيا په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شو.

‏د رياست الوزرا اداري مرستيال وویل، د اسلامي نظام له حاکمیت او ازادۍ وروسته د امير المؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د بښنې عمومي فرمان صادر، سراسري امنیت تامین، نشه يي توکي له منځه یووړل شول، د شهيدانو او د مجاهدينو په مقابل کې د وژل شويو کسانو د کورنيو او يتيمانو کفالت وشو، سوالګر را ټول او له واقعي اړمنو سره مرستې وشوې، د معتادينو درملنه وشوه، په مرکز او ولایتونو کې پراختیایي پروژې ترسره، امنيتي او دفاعي ځواکونه تنظیم او وروزل شول او همداراز کډوالو ښه مديريت او په هېواد کې نور مهم کارونه او پرمختګونه ترسره شول.

‏مولوي عبدالسلام حنفي افغانانو ته په خطاب کې وويل، د ازادۍ قدر وپېژنئ، د الله جل جلاله شکر اداء کړئ،  خپل یووالی وساتئ او  د اسلامي امارت مسولينو سره همکاري وکړئ.

نوموړي زیاته کړه، همدارنګه دې مسولین له هېوادوالو سره په تواضع او اسلامي اخلاقو چلند وکړي، له تکبر، غرور او هر ډول تعصب دې ځان وساتي او تر خپلې وسې دې د خلکو ستونزې حل کړي.