ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

منګل کرېکټ سوپر لیګ د نهم پړاو بولۍ مراسم ترسره شول

د منګل کرېکټ سوپر لیګ د نهم پړاو د لوبغاړو د بولۍ مراسم په شانداره توګه ترسره شول، چې په کې ګڼ شمېر هېوادوالو ګډون کړی و.

منګل کرېکټ سوپر لیګ، چې هر کال د کوچني اختر په ویاړ د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالۍ کې ترسره کیږي، سږ کال ورته لوبغاړي د بولۍ له لارې غوره شول.

د مسولینو په وینا، دغه لیګ ته ټولټال ۱۱۲۳ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، چې له دې ډلې ۷ لوبډلو ته ټول ۱۱۶ لوبغاړي واخیستل شول او هرې لوبډلې ته ۱۶ لوبغاړي وټاکل شول.

دغه‌راز ټاکل شوې ده، چې د منګل کرېکټ غوره لیګ نهم پړاو سیالۍ د راتلونکي ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې پر ۱۰مه نېټه د کابل ولایت د چهاراسیاب ولسوالۍ په منګل کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد لیګ د کورني کرکټ د پیاوړتیا او ځوانو لوبغاړو ته د فرصت برابرولو په موخه ترسره کېږي.