ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تاشکند کې د افغانستان او اوزبېکستان د علماوو علمي کنفرانس؛ د ګډ میراث پر اهمیت ټینګار شوی

په تاشکند کې د افغانستان سفیر شیخ عبدالغفار بحر د اوزبېکستان نړيوالې اسلامي اکاډمي په کوربه‌توب د افغانستان او اوزبېکستان د علماوو تر منځ “په عصري اسلامي معرفت کې د امام برهان الدین مرغیناني د علمي میراث مقام” په نوم کنفرانس کې ګډون کړی.

په اوزبېکستان کې د افغانستان سفارت وايی، ښاغلي بحر د دواړو هېوادونو د ګډ علمي او فقهي میراث پر اهمیت ټینګار کړی او دا ډول ناستې یې د فکري او ديني اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ د سیاسي باور جوړونې او دوه‌ اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره اغېزمنې بللې دي.

نوموړي ویلي، د علمي او اکاډمیکو همکاریو پراختیا کولای شي د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د متقابل تفاهم، سیمه‌ییز ثبات او رغنده دوه اړخیز تعامل لپاره لا قوي بنسټ رامنځ ته کړي.