ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د دفاعي ځواکونو لپاره نوی پوځي یونیفورم اعلان شو


د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت نن د مشرتابه له لوري نوی ټاکل شوی پوځي یونیفورم په رسمي ډول د خپلو دفاعي ځواکونو (کومانډو، سرحدي ځواک او ملي اسلامي اردو) لپاره اعلان کړ.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د یاد وزارت یو شمېر رییسانو او د مرکزي قطعاتو قوماندانانو ګډون کړی و.
قاري محمد فصیح الدین فطرت د نوي یونیفورم په اړه وویل: «یونیفورم یا ځانګړی لباس د نظم، انضباط او هویت لپاره په ځواکونو کې وېشل کېږي. موږ باید دغه نظم په بشپړ ډول مراعت کړو. نوی یونیفورم د یووالي او وحدت سمبول دی، او هغه کسان چې په وسلوال پوځ کې شاملېږي، باید د هېواد د دفاع ژمنتیا خپل شعار وګرځوي. »

همدارنګه، د اطلاعاتو او ستراتیژیکو نشراتو رییس عنایت الله “خوارزمي” په خپلو خبرو کې وویل: «هر نظامي باید قوي همت او لوړ فکر ولري، د کفارو پر وړاندې سخت او د مسلمانانو پر وړاندې نرم وي، له خپل مسولیت څخه غافل نه شي او عسکري نظم ته په بشپړ ډول پابند واوسي.