د اسلامي امارت د رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې پینځلسمه ناسته وشوه.
ارګ وایي، دې ناسته کې د مالیې وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال د درېیمې ربعې په پای کې د مرکزي او ولایتي غیر مالیاتي عوایدو، د عوایدي فرصتونو او د عایدلرونکو پراختیايي پروژو د مصرف راپور تایید شو.
دغه راز دې ناسته کې یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د کابل په دهسبز ولسوالۍ د ترهخېلو تنګي سیمه کې د کابل ولایت اداري کمپلېکس د جوړولو څرنګوالي په اړه ارزونه ترسره کړي.
ورته مهال په دې ناسته کې د روغتایي کادرونو او د راستنېدونکو د ستونزو حل په اړه هم خبرې شوې دي.

