ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبیکستان کې د قرغیزستان له سفیر سره د مولوي عبدالشكور حقاني لیدنه؛ د دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو په اړه خبري شوي

قرغیزستان کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د کوربه هېواد لپاره د اوزبیکستان له سفیر سید اکرم فرهادوویچ سره لیدنه کړې.

قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وایي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او د اقتصادي او سوداګریزو همکاريو پراختیا په اړه خبرې کړي.

دغه راز دواړو لوریو د اړیکو پر پیاوړتیا او د مقابلو ګټو او درناوي پر اساس د همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی.