د کابل والي ملا امینالله عبید په مشرۍ د مرکزي زون (میدان وردګ، کاپیسا، پنجشېر، پروان او بامیان) ولایتونو والیانو او امنیتي او نظامي چارواکو په شتون کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې ناسته کې د مرکزي زون د نظامي محکمې رییس، شیخ الله نظر ثاقب، د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه ، د کاپیسا ولایت مسولينو، د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکيم ، د پروان والي شیخ عزیز الرحمن منصور، د باميان والي قاري ګل حیدر شفق، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال مولوي غوث الدين رهبر، د یادو ولایتونو امنیه قومندانانو، د استخباراتو رییسانو او د ياد زون د لوا ګانو مسولینو ګډون کړی و.
دغه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو د لا ښه تطبیق په موخه جوړه شوې وه، چې په کې د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پر ارزښت ټینګار وشو.
دغه ناسته کې د تېرې غونډې راپور وړاندې شو او همداراز په کندهار کې د ۷ زونونو د واليانو د ترسره شوې غونډې په اړه مفصل معلومات شریک شول.
په غونډه کې د امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري د استول شوي پوښتنلیک، د احکامو او فرامینو د تطبیق، په امارتي ځمکو کې د پروژو پلي کېدل، د پسرلي په موسم کې د نشهيي توکو د کښت مخنیوی، د ښاري نظم تأمین، او د معلولو مجاهدینو د خدمت او ملاتړ په اړه هر اړخیز بحثونه او مشورې وشوې.
ګډونوالو ټینګار وکړ، چې دا ډول غونډې د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د ګډو همکاریو پراختیا او د چارو د منظم مدیریت لپاره مهم او اغېزناک ګام بلل کېږي.

