ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د کندهار ولایت د ولسوالیو علماء کرامو لپاره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار ولایت د غونډو په تالار کې د کندهار ولایت د ولسوالیو د علماء کرامو لپاره په یوه لویه غونډه کې، چې په کې د کندهار والي، د چارو ادارې عمومي رییس، د سرې میاشتي عمومي رییس، د ستري محکمې نظامي معاون، د مرکزي دارالافتاء عمومي رییس، د سترې محکمې قضایي مرستیال او یو شمېر نورو علماء کرامو او مسولینو شتون درلود، ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله ویلي، چې علماء کرام په شرعي، امورو کې د اُمت مشران او رهبران دي، د علماوو د شرعي حکمونو په اطاعت ټول اُمت او امیران مکلف دي، چې دوی به په شرعي امورو کې له علماوو څخه لارښوونه اخلي او مشوره به ورسره کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ دین، اسلام او شرعي احکام علماوو ساتلي دي او دوی به یې ساتي، په هر وخت کې خلکو د دین او اسلام د کمزوري کولو کوښښ کړی دی، د اسلام او شرعي احکامو د تحریفولو کوښښونه یې کړي دي، چې اوس هم دا کار روان دی، ترڅو د خلکو څخه اصلي مسیر ورک کړي، خو علماوو د شرعي احکامو د تحریف، تغیر او تبدیل مخه نیولې ده، وخت په وخت یې کتابونه، رسالې لیکلي دي او د خلکو ذهنونه یې جوړ کړي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپله دا مقابله کوله او د یهودیانو څخه به یې د اسلام دفاع کوله.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله تعالی ویلي؛ علماوو ته یو دروند مسولیت الله تعالی په غاړه کې وراچولی دی، که علماء کرام کلک عزم او اراده وکړي، نو تر ډېره به منکرات له جامعې څخه ورک شي.

نوموړي زیاته کړې؛ که پر منبر او په داسې اجتماعاتو کې خلکو ته د منکراتو بد عواقب بیان کړو او شرعي احکام ورته وښیو، ډیر خلک به اصلاح شي، ځکه خلک مؤمنان او مسلمانان دي، نو دا د علماوو مسولیت دی چې د منکراتو مخنیوی وکړي، د افغانستان خلک متدین خلک دي، د اسلام په دفاع کې یې شهادتونه، زخمونه، زندانونه او ډول ډول تکلیفونه ګاللي دي، دا د علماوو مسولیت دی، چې د فتنو مخه به نیسي، د خلکو د ذهن او اخلاقو اصلاح به کوي، او د فساد مخنیوی به کوي.

د ښاغلي عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په وینا؛ زه د افغانستان د خلکو او علماوو ډېر شکر ګزاره یم، چې د اسلامي امارت اطاعت یې کړی دی او اطاعت کوي.

نوموړي څرګنده کړې؛ د اسلامي نظام بقاء، کامیابي او ساتنه په دیني علم پوري اړه لري او د اسلامي نظام مهم مسولیت دیني علم ته ترقي ورکول دي، چې دیني علم خپور او نشر شي او خلک په دین، اسلام او شریعت باندې پوه کړل شي، نو علماء کرام دي دیني علم تر خلکو ورسوي.

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی ویلي:” خلک اتحاد ته وهڅوئ، یو د بل اطاعت وکړئ، او په خپلو منځو کې مذاکره سره کوئ، نظام په تاسو جوړیږي او خرابیږي هم، که تاسو متوجه واست، نو دا نظام به جوړ وي، کوښښ وکړئ د جاهلیت رواجونه ختم کړئ، غفلت مه کوئ، مسؤلین باید شپه او ورځ خپل مسؤلیت ته متوجه شي او په عبثیاتو کې وخت تېر نه کړي، د دنیا د رتبې او منصب طمع مه کوئ، په اطاعت کې ستاسو ګټه ده، په اطاعت کې پر چا احسان مه اچوئ، په عامو خلکو کې د اطاعت روحیه پیدا کړئ، په اطاعت کولو سره اتفاق راځي او جماعت مو قوي کیږي ” .

په پای کې ټولو علماء کرامو یو ځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت او تعهد تجدید کړی او ژمنه یې کړې چې د خپل زعامت او د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي وو او یو به.