اسلامي امارت د هغې تګلارې له مخې چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پر درلودلو ټینګار کوي، درې هغه پاکستاني نظامیان چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکتوبر په ۱۲مه، له پاکستاني اړخ سره د نښتو په جریان کې اسیران شوي وو، ازاد او د سعودي عربستان پلاوي ته یې وسپارل.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې دغه اقدام د روژې مبارکې میاشتې په احترام، د سعودي عربستان غوښتنې ته د مثبت ځواب ویلو او مذاکراتي ټیم د میلمه پالنې په موخه شوی دی.

