د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۸۳ بېلابېلې پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبدالطیف منصور، د شینواري او سالنګ ولسوالیو ولسوالانو، علماوو، قومي مشرانو، سپینږیرو او ځوانانو ګډون کړی و.
ملا عبدالطیف منصور وویل، د ټولو ګډه دنده ده چې له اسلامي نظام څخه ساتنه وشي او زیاته یې کړه، په هغه هېواد کې چې عدالت وي، ستونزې نه رامنځته کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې وزارت یې د خپلو ژمنو له مخې په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د اړتیاوو مطابق بېلابېلې پراختیايي پروژې پلي کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې استنادي دېوالونه، کانالونه، سړکونه او د پیادهرو جوړول شامل دي.
همدارنګه ویل شوي، چې د دغو پروژو د پلي کېدو پر مهال سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او له بشپړېدو وروسته یې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو یو شمېر ستونزې هوارې کړې دي.

