ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت له ایران سره د ۱۴۰۵ کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ پلاوي له ایراني لوري سره د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون لاسلیک کړ.

د ایران د برېښنا انرژۍ مدیریت، لېږد او وېش «توانیر شرکت» بلنې له مخې، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ لوړ پوړی پلاوي ایران ته سفر کړی دی.

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ په مشرۍ دغه پلاوي د ایران پلازمېنه تهران کې له ایراني مسوولینو سره د برېښنا انرژۍ د لېږد بنسټونو د پراختیا او افغانستان ته د وارداتي برېښنا د پېرلو په تړاو دوه‌اړخیزې خبرې وکړې.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د برېښنا صادروونکو ګاونډیو هېوادونو سره د دوامداره ناستو په پایله کې ګډې همکارۍ او اړیکې تر بل هر وخت پراخې او پیاوړې شوې دي، چې له امله یې د وارداتي برېښنا په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.