د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لویې قومندانۍ اړوند د کندهار اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکزه ۳۴۰ تنه امنیتي ځواکونه له یوې میاشتینۍ مسلکي دورې وروسته فارغ شول.
د مسوولینو په وینا، یادو منسوبینو د روزنې په موده کې بېلابېلې عقیدوي، مسلکي، عملي او شرعي زده کړې ترلاسه کړې.
مسولینو زیاته کړې، چې د دورې له بشپړېدو وروسته فارغانو ته تصدیقپاڼې ورکړل شوې او د امنیت د لا ټینګښت په موخه خپلو اړوندو دندو ته واستول شول.
دغهراز د یاد وزارت د ښوونې او روزنې لویې قومندانۍ ټینګار کړی، چې د امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړولو، مسلکي مهارتونو د پراختیا او اغېزمنو روزنیزو پروګرامونو لړۍ به دوام ولري.

