ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بې كيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي په اړه خبرتیا

بسم الله الرحمن الرحیم

اعلامیه

د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د ۱۷/۱۰/۱۴۴۶ نېټې د ۷۹۳/۵۶۷۱ ګڼه حکم د بشپړ پلي کېدو، د عامه ګټو د تامین، د نفتي موادو د کیفیت د تضمین، د تېلو او اوبلن ګازو د بازار د سمون او د بې کیفیته نفتي موادو د واردولو او عرضې د بشپړ مخنیوي په موخه د نفتي موادو او اوبلن ګازو ټولو سوداګرو، واردوونکو شرکتونواو نورو اړوندو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کیږي چې:

۱ـ د نفتي موادو ټول واردوونکي شرکتونه مکلف دي چې د تېلو او اوبلن ګاز واردات یوازې د نافذه معیارونو او اصولو سره سم تر سره کړي. د ټاکل شویو معیارونو خلاف د نفتي موادو واردول ښکاره سرغړونه بلل کیږي او مرتکبین به یې له هېڅ ډول اغماض پرته، د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکمونو له مخې اړوندو واکمنو مراجعو ته معرفي شي.

۲ـ د تېلو ټانکونه او پمپ‌‌سټیشنونه مکلف دي چې تېل او اوبلن ګاز یوازې له مشخصو جواز لرونکو شرکتونو څخه ترلاسه کړي او د پلورنکي شرکت اسناد له ځان سره وساتي؛ د تېلو د ټانکونو د پلټنې پر مهال که بې کیفیته او د نافذه معیارونو خلاف نفتي مواد تثبیت شي، نو د بې کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي مسوول پلاوي له لوري به سمدستي قانوني اقدامات تر سره کیږي.

د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي پلاوی ژمن دي چې په ټول افغانستان کې د نافذه معیارونو د دقیق پلي کېدو لپاره هر اړخیز او دوامداره نظارت ترسره کړي او دا کار د خپلو اساسي او عاجلو لومړیتوبونو څخه ګڼي.