ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیه کې د افغانستان او اوزبیکستان سفیرانو د ګډو همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی

روسیه کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن په دې هېواد کې د اوزبیکستان له سفیر باتورجان ذاکروویچ اسدوف سره لیدنه کړې.

روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، اقتصادي همکاریو او ترانزیټي مسایلو په اړه خبرې کړي او د همکاریو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

دغه راز په دې لیدنه کې  ټینګار شوی، چې د افغانستان وضعیت باید د واقعي شرایطو او مثبت لید له مخې وارزول شي.