والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، امریکا له سوریې څخه د خپلو ټولو نظامي ځواکونو چې شمېر یې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه دی، د وېستلو په حال کې ده.
د راپور له مخې، امریکایي ځواکونه به په راتلونکو دوو میاشتو کې په سوریه کې له خپلو پاتې اډو او مورچو څخه شاتګ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا له دې وړاندې په سوریه کې له «الشدادي او التنف» پوځي اډو څخه خپل ځواکونه ایستلي و.

