ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سلګونه اړمنو کورنیو ته د څلور زره کارتنه خرما د وېش لړۍ پیل کړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې اړمنو ته د څلور زره کارتنه خرماو د وېش لړۍ پیل کړه.

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس ملا شېر محمد صمیم ویلي، دغه مرسته چې څلور زره کارتنه خرما پکې شامله ده، د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د النور خیریه موسسې په همکارۍ او د دې وزارت په همغږۍ برابره شوې ده.

د نوموړي په وینا، یاده مرسته به په کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردک او لوګر ولایتونو کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

بل‌خوا د النور خیریه موسسې رییس حمیدالله محمدي په دې برخه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له همکارۍ مننه کړې ده.

همداراز د کابل یو شمېر اوسېدونکو د دغې مرستې په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړې او له خیریه بنسټونو او نړیوالو موسسو یې د ورته نورو مرستو غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بېلابېلو امارتي او غیرامارتي بنسټونو په همکارۍشهیدانو، معلولینو او یتیمانو ته نغدي او د خوراکي مرستې وېشلې دي.