ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په حکم د ترانسپورت او هوایي چلند مخکنی وزیر ملا حمیدالله “اخندزاده” د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی وو، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د چارو ادارې رییس شیخ نور الحق “انور” له لوري رسماً معرفي شو.

ملي دفاع وزارت وایي، چې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې رییس، د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال ملا محمد ابراهیم “صدر”، د ملي دفاع وزارت مخکني لومړي مرستیال ملا محمد فاضل “مظلوم” د ګڼ شمیر وزارتونو مسولینو او د یاد وزارت منسوبینو ګډون درلود.

شیخ نور الحق “انور” پخپلو خبرو کې وویل: اسلامي امارت د افغانانو لپاره یوه ارښتناکه مرحله ده، د دې نظام په راتګ سره افغانان ډیر خوښ دي او خپلې همکارۍ یې لا زیاتې کړي دي.

همدا راز د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” وویل:« تغیر او تبدیل یو اداري اصل دی چې د مسولیت په اساس رامنځ ته کیږي او د چارو د لاښه سمون په موخه ترسره کیږي، موږ ټول به د نوي مرستیال ترڅنګ ولاړ یو او په هره برخه کې به ورسره همکار یو.»