ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یوناما له پلاوي سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ په تعامل خبرې شوي

د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او استوګن همغږي کوونکي اندریکا رټواټه سره د مخه ښې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د تعامل او همغږۍ په تړاو خبرې وکړې.

دغه راز دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت سرپرستې او د سیاسي څانګې مشرې جورجټ ګانیون او مل پلاوي هم شتون درلود.

مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د یوناما د بشري امورو د همغږي کوونکي په صفت د اندریکا رټواټه د رول ستاینه وکړه او په راتلونکي ماموریت کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړه.

ورته مهال اندریکا رټواټه هم په خپل وار د خپل ماموریت پرمهال د ښاغلي متقي او په ټوله کې د بهرنیو چارو وزارت له همکاريو مننه وکړه او په افغانستان کې یې خپل ماموریت له ښو تجربو او خاطرو ډک وباله.