ایران د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونو ته په غبرګون کې ویلي، که د ایران پر وړاندې پوځي اقدام وشي، سیمه کې به د “دښمن” ټولې پوځي اډې په نښه کړي.
ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته په سپارلي لیک کې ویلي: «دغه ګواښونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او سیمه د نوې کړکېچ او بېثباتۍ پر لور د ورښویېدو له خطر سره مخ کوي.»
ایرواني زیاته کړې، «د ایران اسلامي جمهوریت په لوړو کچو څو ځله اعلان کړی چې نه د تاوتریخوالي په لټه کې دی او نه د جګړې غوښتونکی دی، خو که پر موږ تېری وشي له خپلې خاورې دفاع خپل حق ګڼو.
نوموړي ویلي، ایران به هېڅکله د جګړې پیل کوونکی نه وي؛ خو که پرې پوځي تېری وشي، نو د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې د مشروع دفاع د ذاتي حق په چوکاټ کې به قاطع او متناسب ځواب ورکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام په اړه له ګواښونو ډکې څرګندونې د “سولې بورډ” په غونډه کې کړې وې.

