ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د معیار او کیفیت ادارې یو جوپه بې‌کیفیته ودانیز توکي بېرته وګرځول

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه د شیخ ابو نصر فراهی بندر له لارې ۴۶ ټنه بې کیفیته ګاډر اوسپنه چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، له هراړخیزې څېړنې او کیفیت له دقیق کنټرول وروسته بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول.

د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او پرېکنده توګه روانه ده او د بې‌کیفیته او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردېدو په وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.

یاده اداره له ټولو سوداګرو او واردوونکو څخه غواړي، چې کورني معیارونه په جدي توګه په پام کې ونیسي او د یو باکیفیته او سالم بازار په رامنځته کولو کې خپل دیني مسولیت ادا کړي.