د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په خوست ولایت کې دوه اوږدمهاله دښمنۍ پای ته ورسېدې.
د وزارت په وینا، یادو دښمنیو ښکېلو لوریو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي وو. جرګه کوونکو د روغې جوړې په موخه لومړی دواړه کورنۍ وهڅولې، څو خپل اختلافات پای ته ورسوي او د دوستۍ لاره خپله کړي. وروسته د دواړو لوریو واک واخیستل شو او په جرګه کې پرېکړه وشوه، چې دښمني په رسمي ډول پای ته ورسېږي.
بلخوا د خوست ولایت د باک ولسوالۍ هغه مرګونې شخړه هم حل شوه، چې د څلورو قومونو ترمنځ رامنځته شوې وه او لس کاله یې دوام کړی و. د راپورونو له مخې، په دې موده کې اووه کسان وژل شوي وو.
یاده شخړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د استازو، ځایي خلکو او دیني عالمانو په منځګړیتوب هواره شوه.
د یادې شخړې د حل کېدو په مراسمو کې مسولينو په هغو قومونو چې په خپلو منځونو کې دښمنۍ لري غږ وکړ چې له بدیو دې لاس په سر شي او د مینې او یووالي ډک ژوند ته مخه کړي.
په پای کې د شخړې ښکېلو قومونو د جرګې پرېکړه ومنله او خوښي یې څرګنده کړه، چې دا لس کلنه شخړه د مسوولینو او جرګهوالو له لوري په پوره غور او مصلحت حل شوه.

