ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندوز کې د ۴۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ښارګوټی جوړېږي

د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، چې د دې شرکت تر چتر لاندې د کندوز سپین زر امارتي شرکت له لوري د هېواد په شمال ختیځ زون کې، پر ۱۵۰ جریبه ځمکه د ۴۵ میلیارده افغانیو په ارزښت استوګنیز او سوداګریز ښارګوټی جوړېږي.

د کندوز سپین زر امارتي شرکت مسولین وايي، چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست او د کور او ښار جوړولو وزارت له منظورۍ او د اداري پړاوونو له بشپړېدو  وروسته به د دغې سترې پروژې عملي چارې، ډېر ژر پیل شي.

دا ښارګوټی د نړيوالو معيارونو له مخې طرحه شوی او په بشپړېدو سره به د شمال‌ختيځ زون د مرکزي سیمې (کندوز) بڼه بدله کړي او ځایي اوسېدونکو ته به ګڼې سوداګریزې، استوګنیزې او اقتصادي اسانتیاوې برابرې کړي.