ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار پوهنتون کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې

کندهار پوهنتون کې د دوه میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو پروژو چاري بشپړې شوې.

په دې پروژو کې د کندهار پوهنتون د دویمې لویې دروازې جوړېدل او د ترانسپورټ نقلیه وسایطو د بیا ترمیم چارې، چې ۱۴ موتر پکې رغول شوي، شاملې دي.

په دې مراسمو کې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ نداءمحمد ندیم، د کندهار پوهنتون مسولینو او محصلینو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یادې پروژې د کندهار پوهنتون له پاره حیاتي بللې او ویلي یې دي، چې راتلونکي کې به په بېلا بېلو تحصیلي بنسټونو کي دې ته ورته نورې رغنيزي او پراختیایي پروژې پېل کړي.