په کابل کې یو چینايي تبعه، چې «منخای شیاء» نومېږي او ۵۱ کاله عمر لري، د اسلام مبارک دین ومانه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په وینا، نوموړي چې له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی و، د اسلام د حقانیت په درک او له مسلمانانو سره د تعامل په پایله کې په خپله خوښه او بشپړ رضایت اسلام قبول کړ او د همدې موخې لپاره یې یاد وزارت ته مراجعه وکړه.
د وزارت د لارښوونې له مخې، نوموړی د پُل خشتي جامع جومات ته بوتلل شو، چې هلته د جومات امام او خطیب له لوري ورته د شهادت کلمه تلقین شوه او د «محمد بلال» نوم پرې کېښودل شو.
همداراز چارواکو نوموړي ته د اسلام پینځه بناوې، مهم اعتقادي اصول، اساسي عبادات او اخلاقي ارزښتونه وروښودل، څو خپل نوی اسلامي ژوند د سمې عقیدې او عملي التزام پر بنسټ پیل کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د اسلامي دعوت او دیني پوهاوي د پیاوړتیا په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

