رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې هند تېره ورځ (یکشنبه، د کب ۳مه) له برازیل سره د کانونو او معدني توکو په برخه کې د همکاریو د پراختیا په موخه هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د راپور له مخې، هند کوښښ کوي د فولادو په برخه کې خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي او د تولید ظرفیت لوړ کړي.
دغه هوکړهلیک د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د برازیل د ولسمشر لویز ایناسیو لولا دا سیلوا ترمنځ په نوي ډیلي کې لاسلیک شو.

