بادغیس ولایت کې د افغانستان حلقوي سړک د یوې برخې کار د یاد ولایت د ټولګټو رییس او یو شمېر سیمهییزو مسولینو په شتون کې پیل شو.
دا حلقوي سړک چې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري د ټولګټو چارو وزارت او یوه شرکت ترمنځ د معدن د استخراج په بدل کې قرارداد شوی، چې دا مهال یې چارې پیل او عملي جریان لري.
د يادونې وړ ده چې د دې سړک په بشپړېدو سره به د افغانستان د حلقوي سړک یوه برخه بشپړه شي، د هېواد لوېديځ ولایتونه به له شمالي ولايتونو سره و نښلول شي او د تجارتي توکو په لېږد رالېږد کې به د پام وړ اسانتياوې رامنځته شي.