ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یوناما: پر افغانستان د پاکستان په ورستیو بریدونو کې عام وګړي شهیدان شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو (UNAMA) د معاونیت پلاوي په یوه بیانیه کې په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستاني ملېشو په هوايي بریدونو کې د غیر نظامیانو شهادت او ټپي کېدل تایید کړل.

یوناما ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د ننګرهار په بهسودو او خوګیاڼو او د پکتیکا په برمل او ارګون ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام وګړي شهیدان او ټپیان شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار او پکتیکا کې د شهیدانو شمېر ۱۷ او د ټپیانو۵ ته رسېدلی.