د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د سیمې او نړیوالو بدلونونو په تړاو خبرې کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي، دې ټلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د سلا مشورو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی دی.

