ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۷۲۶زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وایي، چې د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سلواغې مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶  زره او۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزرات زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵زره او ۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱ زره او ۷۳۹) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۱۳ زره او ۲۱۷) ټنه او د خواف –هرات له لارې (۸۶ زره او ۵۶) ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۷۲۶ زره او۵۶۰) ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور توکي دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په سلواغه مياشت کې (۲۳۵۳) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه، کاني ډبرې او د انارو جوس دي.

دغه‌راز هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.