ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبيح الله مجاهد: ولسونه ورته لومړیتوب لري او له پاکستان څخه غچ حتمي دی

اسلامي امارت د ننګرهار او پکتيکا ولايتونو پر ځينو سيمو د پاکستاني ملېشو د شنبې شپې بريدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي، چې په مناسب وخت کې به ورته قوي او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. 

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد له ملي نيوز سره په خبرو کې ویلي، افغانستان په سيمه کې د تاوتريخوالي غوښتونکی نه دی، خو هېڅ يرغلګر ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان حريم تر پښو لاندې کړي.

مولوي ذبيح الله مجاهد زياته کړې؛ چې اسلامي امارت له ټولو سيمه‌ييزو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی، خو د پاکستان په حکومت کې يوه ځانګړې کړۍ د سترو قدرتونو د وسيلې په توګه په سيمه کې د ناامنۍ او تاوتريخوالي د پراخولو هڅه کوي.

د اسلامي امارت ویاند د پاکستان وروستي برید ته په غبرګون ویلي، ولسونه ورته لومړیتوب لري او له پاکستان غچ حتمي دی.

ښاغلي مجاهد خپل ولس ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، اسلامي امارت به په دې جنایت چوپتیا غوره نه کړي، انتقام یې حتمي دی.

د نوموړي په وينا، د پاکستان ډېری خلک، علما او سياستوال چې د افغانستان پر وړاندې د اسلام‌اباد په ناسمه تګلاره کې ښکېل نه دي، له پامه غورځول شوي دي.

ښاغلي مجاهد په عین حال کې د افغانستان دننه د ټي ټي پي موجودیت په اړه د پاکستاني رژیم ادعاوې بې اساسه بللي او زیاته کړې یې ده، چې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې مرکزیت نه لري او خاصه پاکستاني پوځي کړۍ له پلمو په ګټې اخیستنې عام ملکي افغانان په نښه کوي.

د اسلامي امارت وياند دا هم ویلي؛ چې پاکستان تل د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي په نښه کوي څو خپله کورنۍ امنیتي کمزوري پټه کړي.