د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو سرمنشي د سياسي چارو له مرستیالې روزمري ډيکارلو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې ټیلیفوني اړیکه کې مولوي امیرخان متقي د پاکستان له لوري د وروستیو هوايي بریدونو په اړه، چې پکې ملکي وګړي په نښه شوي، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
نوموړي یادونه وکړه، چې د تېرو څلورو کلونو په جریان کې د پاکستان له لوري په ورته تکراري بریدونو کې یوازې ملکي وګړي زیانمن شوي دي.
ښاغلي متقي زیاته کړه، په دغو بریدونو کې هېڅکله داسې وسلهوال نه دی وژل شوی، چې پاکستانی لوری یې د شتون او په نښه کولو ادعا کوي او دا چاره د پاکستان تورونه بېبنسته ثابتوي.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې هېڅ وسلهوالې ډلې شتون نه لري او د کور ډیپلوماتیکو استازولیو په ګډون ټول اړخونه کولای شي د وروستي هوايي برید سیمې ته ورشي او وضعیت له نږدې وارزوي.
بلخوا، اغلې ډيکارلو په وروستي برید کې د ملکي وګړو د تلفاتو له امله خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د هوايي بریدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او اړوندو لوريو سره شریکه کړي.
همدارنګه په دې اړیکه کې د دوحې د ناستو، کاري ډلو او اړوندو نورو مسایلو په اړه هم خبرې او وړاندیزونه وشول او دواړو لوریو هیله څرګنده کړه، چې د شته پرمختګونو ترڅنګ به ګډو هڅو ته دوام ورکړل شي، څو نور پرمختګونه هم رامنځته شي.

