ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت کې د نږدې درې زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په سلواغه میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۹۱۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

د دغې ادارې ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۵۲ ښځینه‌وو په ګډون یو زر او ۵۰۷ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۴ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او۴۱۱ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا ثبت شويو ارقامو ته په کتو، یو زر او ۴۹۹ کسان له ځمکنیو بندرونو او اته تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له ډلې یې ۱۲۵ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (یو زر او ۱۶) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۳۳۰ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د فاریاب آقینې بندر، حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.