ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او کوېټ د سیاسي استازو لیدنه؛ په کوېټ کې د افغانستان سفارت د بیا فعالېدو په اړه خبرې کړي

په عمان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست حافظ عمر د یاد هیواد لپاره د کويټ له سفیر محمد ناصر الهاجري سره لیدنه کړې.

په عمان کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې په کوېټ کې مېشتو افغانانو ته د معیاري قونسلي خدمتونو په وړاندې کولو خبرې شوي او دواړو لوریو منلې چې په کوېټ کې د افغانستان سفارت له بیا فعالېدو سره به چټکې قونسلي اسانتیاوې رامنځ ته شي.

بل لورته محمد ناصر الهاجري په کوېټ کې د افغانستان د سفارت د بېرته فعالېدو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.