د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ملا فیضالله تمیم، د یو رسمي پلاوي په ملتیا د ترکمنستان هېواد د معیار او نورم له دولتي ادارې سره د عشقآباد په ښار کې رسمي لیدنه کړې ده.
د معیار او کیفیت اداره وایي، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د معیارونو، کیفیت د لوړولو، تخنیکي همکاریو او د تجربو د تبادلې په اړه هراړخیزې خبرې شوې دي.
دغهراز یادې ادارې زیاته کړې، چې دواړو خواوو د ګډو همکاریو پر پراختیا او د مسلکي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړي.
د یادې ادراې په وینا؛ هڅه کوي چې د سیمې او نړۍ له ورته ادارو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، څو د معیارونو د پلي کېدو، ظرفیت لوړونې او تخنیکي تجربو د شریکولو زمینه لا پیاوړې شي.

